له نن څخه ۷۲ کاله مخکې د اګست میاشتې په دوولسمه د بابړې پېښه را منځ ته شوې، چې د پښتنو کربلا په نوم هم یادیږي.
د پاکستاني ریاست له جوړیدا څخه یو کال وروسته په پښتونخوا کې خدايي خدمتګار پښتانه د پنجابي پوځیانو لخوا په ګولیو غلبیل شول.
دا پېښه هغه وخت را منځ ته شو، چې باچاخان ټولو خدايي خدمتګارانو ته د ۱۹۴۸ کال د اګسټ پر ۱۲مه، د چارسدې غازي ګل بابا جومات ته د راغونډېدو غږ وکړ. موخه دا وه چې هلته به ټول خدايي خدمتګاران د پښتنو سره د پاکستاني ریاست د دوه ګوني چلند په اړه سوله ییز لاریون کوي.
پاکستاني ریاست د پښتنو احتجاج په غبرګون کې د ۱۹۴۸ کال د اګست پر دولسمه نېټه په بابړه کې د پښتنو پر احتجاج د برید امر وکړ.
په دغه پېښه کې د شهيدانو پښتنو شمېر شپږ نيم سوه کسان ښودل شوي، او سلګونه نور پکې ټپیان هم شول.
تاریخونه لیکي، چې د پاکستاني ریاست لخوا امر شوی و، چې په روغتونونو کې د یادې پېښې د ټپيان درملنه هم ونشي.
د پاکستاني ریاست لخوا د یادو شهیدانو له کورنیو څخه د هغو ګولیو پېسې هم واخستل شوې، چې په خدايي خدمتګارانو باندې چلیدلې وې.
پښتنو خدایي خدمتګارانو په دغه ورځ د فدا عبدالمالک لاندي شعر زمزمه کاوه، چې
کفن په ترخ کې د الله دربار ته ځمه
مرګيه مه راځه درځمه